اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي بېنظير بھټو په پاكستاني سياست كښ?? ځانګړې بصيرت لرونكې لارښوده وه۔ د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ دې پاكستاني سياست كښې د خپلې پو??ې ٬ هلو ځلو او بهادرۍ سره ځائې جوړ كړے وو په 27 دسمبر بینظیر بھټو ته د هغې 10مې كل??زې په مهال د عقيدت پېزوېنې وړاندې كولو سره ده ووئيل بېنظير بھټو يو مړنۍ لارښوده وه۔ دې د خپل وخت د هر آمر او ظالم په مړان?? مقابله وكړه۔ د دې د قامي همغږۍ او د ټولنې ورستې پاتې طبقو ملاتړ به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د دې د وژنې پېښه د پاكستان په سياسي تاريخ كښې يوه لويه الميه او تور باب دے۔ ده ووئيل بېنظير ټول عمري په مفاهمت او زغم باور لرلو۔ ده په ټولو سياسي قوتونو زور راوړلو سره ووئيل چې دوئي دې د خپلو خپلو ګوندونو نه پرته جمهوريت او د هېواد سوكالۍ له كار وكړي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د محترمې بېنظير بھټو رو?? ته ثواب رسولو له دعا هم وكړه