کر??چی ۔ 20 مئی (اے پی پی)د چين سېنټرل ملټری کمېشن دو??م چیئرمین جنرل چانګ یو شا د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ د اتوار په ورځ د جاري ??ړې شوې اعلاميې ترمخه د خپلې دورې په مهال ده نېول هېډکوارټرز اسلام آباد كښې د مئي په 18 مه نېټه د پاك سمندري ځواكونو مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی سره ملاقات وكړو۔ په دې مهال پېشه ورو چارو سره سره د موجودہ او سباؤن بحري همكارۍ په بېلو معاملو هم بحث وشو۔ د دورې په دو??مه برخه كښې دو??م چيئرمېن جنرل چانګ يو شا كراچۍ كښې د پاك بحريه بېلو تنصيباتو دوره وكړه۔ كراچۍ ته په راتګ کمانډر کر??چی ریئر اېډمرل آصف خالق دده هركلې وكړو۔ د پاك سمندري ځواك جهاز ته په راتلو د پاك سمندري ځواك دو??م مشر اېډمرل کلیم شوکت جنرل چانګ یو شا ته هركلې ووې۔ د پاك سمندري ځواك يوې چمتو ډلې ده ته سلامي هم وړاندې كړه۔ ده د پاك بحريه جهاز عملې سره ملاقات وكړو او د پاك بحريه د چارواكو او ځوانانو پېشه ور مهارت ئې وستائلو۔ دې دورې سره به د د دواړو هېو??دو??و ترمينځه دفاعي مرسته او په خاص توګه د وسله والو ځواكونو ترمينځھ همكاري لا ??ست??كم شي۔