اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) جاپان په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د ترهګرې د بريدون?? غندنه كولو سره د پاكستان اولس او حكومت سره د يووالي څرګندونه كړې او د ترهګرې په ضد ئې د پاكستاني حكومت هڅې ستائيلې دي۔ په پاكستان كښې د جاپان سفارت د خالي په ورځ په يو بيان كښې د جاپان د خارجه وزير تارو كونو په اړه وئيلي دي چې جاپان د هر ډول ??رهګرې غندنه كوي۔ جاپان د ترهګرې په بريدونو كښې ځپل شويو كورنيو سره غمرازي كرې او د ژوبل شويو روغتي?? لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔