اسلام آباد ۔ 18 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملک د ګرين ??اك??تان عزم سره د كلن مون سون شجركارۍ مهم پرانسته كړې۔ وزيراعظم ايوان وزيراعظم كښې بوټې كرلو سره دا مهم پېل ??ړو۔ د موسمياتي بدلون لنډ مهاله وزير محمد يوسف شېخ او مشران چارواكي هم په دې مهال موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د موسمياتي بدلون وزارت د روان كال په مهال د صوبو ٬ وسله والو ځواكونو ٬ پوليس ٬ سول سروسز ٬ بلدياتي ادارو ٬ كارپورېشنونو ٬ خود مختار ادارو او تعلیمی ادارو په مرسته په ??ام?? كچه د مون سون په مهال د 4 کروړه 71 لكهه 40 زره بوټو لګولو هدف ټاكلې۔ د هدف ترمخه پنجاب به 90 لكهه، سندھ 1 کروړ 10 لكهه ، کے پی کے 1 نيم کروړ، بلوچستان 6 لكهه، آزاد جموں کشمیر 36 لكهه، ګلګت بلتستان 36 لكهه، پخوانۍ فاټا 53 لكهه، اېن اېچ اے 5 لكهه، د قدرتي تحفظ نړيواله اداره 5 لكهه، پاکستان آرډیننس فېکټری 20 زره، د دفاع وزارت 10 لكهه، ایروناټیکل کمپلیکس 20 زره او هېوی انډسټریز ټیکسلا 100 زره بوټي لګوي۔ حكومت د ګرين ??اك??تان پروګرام د لارې په ټولو صوبو او كښې په لويه كچه د شجركارۍ مهم پېل ??ړې۔ ددې پروګرام ترمخه به 10 لكهه اضافي بوټي لګولې شي۔ د ك??ل 2017-21ء په موده محيط په دې پروګرام به په مجموعي توګه 3.652 ارب روپۍ لګولې شي