اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د كال 2018 په ټولټاكنو ??ښې د قامي اسمبلۍ په زياترو چوكو د سياسي ګوندونو د كانديدانو ترمېنځه د زړه راښكوونكو مقابلو هيله ده۔ د تحريك انصاف مشر عمران خان د قامي اسمبلۍ په 5٬ د مسلم ليګ (ن) لارښود شهباز شريف د قامي اسمبلۍ په څلورو او د صوبائي اسمبلۍ په دوو چوكو او دغسې بلاول بهټو زرداري د قامي اسمبلۍ په دريو چوكو په ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي٬ ګرد هېواد ??ښې د قامي اسمبلۍ په زياتره چوكو د سختو د مقابلو هيله ده۔ پنجاب ??ښې د مسلم ليګ (ن) او تحريك انصاف٬ دننه سندھ ??ښې د پاكستان پيپلز ګوند او ګرېنډ ډېموكرېټك الائنس ٬دغسې په ښارونو او كليوالو سيمو ??ښې د اېم كيو اېم پاكستان٬ تحريك انصاف٬ پيپلز ګوند او پاك سرزمين ګوند نه علاوه د اېم اېم اے د كايدندانو ترمېنځه به سختې مقابلې وي۔ په خېبر پښتونخوا ??ښې به د تحريك انصاف٬ اېم اېم اے٬ اے اېن پي ٬ پيپلز ګوند او د مسلم ليګ (ن) ترمېنځه د سختو مقابلو هيله ده ۔ دغسې په بلوچستان ??ښې د بلوچستان عوامي ګوند متحدہ مجلس عمل، پښتونخوا مېپ، نیشنل پارټي، بلوچستان نېشنل پارټي ترمېنځه د سختو مقابلو امكان دے ۔ په سوئيلي پنجاب ??ښې به د تحریك انصاف او آزاد كانديدانو سره سره ځينو حلقو ??ښې د پيپلز ګوند او مسلم ليګ (ن) ترمېنځه سختې مقابلې وي ۔ وفاقي پايه تخت ??ښې د مسلم ليګ (ن) او تحريك انصاف ترمېنځه د سختې مقابلې هيله ده۔ د عمران خان په بنو ??ښې د اېم اېم اے كانديد اكرم خان دراني٬ اسلام آباد ??ښې د پخواني وزيراعظم شاه?? خاقان عباسي ٬ لاهور ??ښې د مسلم ليګ (ن) خواجه سعد رفيق٬ ميانوالي ??ښې عبېدالله شادي خېل او كراچۍ ??ښې د اېم كيو اېم علي رضا عابدي او د پي پي پي شهلا رضا سره به مقابله كوي۔ دغسې شهباز شریف په سوات، لاهور، ډي جي خان او كراچۍ نه ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي۔ د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري لاړكانه٬ لياري او مالاكنډ څخه ټاكنو ته ولاړ دے۔ د دې نه علاوه په لاهور ??ښې په اېن اے 129 د سردار اياز صادق او تحريك انصاف عليم خان ترمېنځه سخته مقابله كېدونكې ده ۔ د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په مورنۍ سيمه كښئ د پي ټي آئي د كانديدي ډاكټر ياسمين راشد او د مسلم ليګ (ن) وحيد عالم خان ترمېنځه سخته مقابله ده ۔ په اېن اے 124 لاهور حمزه شهباز په ټاكنو ??ښې برخه اخلي۔ دغسې چوهدري نثارعلي خان د قامي او صوبائي اسمبليو په دوو دوو چوكو په آزاد حېثيت ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي۔ په ټېكسلا ??ښې د هغه په مقابل ??ښې د پي ټي آئي غلام سرور مېدان ??ښې ولاړ دے۔ شاه?? خاقان عباسي په مري ??ښې سختې مقابلې سره مخ دے دعسې راجه پروېز اشرف اېن اے 58 ګوجر خان څخه د مسلم ليګ (ن) راجه جاوېد اخلاص او د تحريك انصاف چوهدري عظيم سره سخته مقابله ده۔ د پخوانې وزيراعظم سید یوسف رضا ګېلاني حلقه اېن اے 158 ??ښې د مسلم ليګ (ن) كانديد جاوېد علي شاہ سره سخته مقابله كېدونكې ده۔ د تحريك انصاف لارښود مخدوم شاہ محمود قرېشي د قامي اسمبلۍ په دوو چوكو ملتان او عمر كوټ څخه ټاكنو ??ښې برخه اخلي ٬ په ملتان ??ښې د هغه په مقابل ??ښې د مسلم ليګ (ن) او عمر كوټ ??ښې د هغه مقابله نواب يوسف تالپور سره ده۔ د متحده مجلس عمل مشر مولانا فضل الرحمن د قامي اسمبلۍ په دوو چوكو اېن اے 38 او اېن اے 39 څخه ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي۔ دغسې د جماعت اسلامي امير سراج الحق په اېن اے 7 كوز دير څخه ټولټاكنو ??ښې كانديد دے۔ د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند یار ولي خان اېن اے 24 چارسدې ٬ د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احم?? خان شېرپاؤ په اېن اے 23 چارسده ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي ٬ دغسې د عوامي نېشنل ګوند پارلماني لارښود غلام احمد بلور پېښور څڅه ټاكنو ??ښې برخه اخلي ۔ د مسلم ليګ (ق) مشر چوهدري پروېز الهٰی تله ګنګ او خپلې مورنۍ سيمې ګجرات څخه كانديد دے ۔ د اېم كيو اېم پاكستان پخوانې کنویئنر ډاکټر فاروق س??ار د قامي اسمبلۍ په دوو حلقو 245 او 247 په مېدان ??ښې دے۔ د پاك سرزمین پارټۍ مشر مصطفیٰ کمال او د متحدہ قومی موومنټ کنوینر خالد مقبول صدیقي هم كراچۍ څخه په ټولټاكنو ??ښې برخه اخلي۔ د پيپلز ګوند لارښود سید خورشید احمد شاہ سکھر او پخوانۍ سپيكره ډاكټر فهمیدہ مرزا د جي ډي اے پلېټ فارم نه د بدين څخه په مېدان ??ښې ده ۔ د بلوچستان عوامي ګوند مشر جام کمال او د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل ترمېنځه سخته مقابله كېدونكې ده او په يوه چوكۍ ھغه د پخواني اعلٰې وزير سردار ثناء اللہ زهري په مقابل ??ښې ولاړ دے