اسلام آباد ۔ 10ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اع??ی وزير جام كمال او د كور??يو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي ايران ته تلوونكو زائرينو له به بشپړ تحفظ وركولې شي۔ وفاقي حكومت د بلوچستان مسئلو حل له جدي دے ۔ اولس به بدلون محسوس كړې۔ اوس د محرومو ختمولو وخت راغلې۔ دوئي د ګل په ورځ بلوچستان هاؤس كښې په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ اع??ی وزير جام كمال ووئيل د بلوچستان مسئلې ډېرې زياتې دي۔ محرم الحرام لوئې شمېر زائرين ايران ته ځي په دې اړه ناوړې پېښې رامخې ته شوي چې له مخې ئې دې مسئلې ته به پام ګرځول وي۔ ده ووئيل مونږ د حكومت او په خاص توګھ د وزيراعظم عمران خان مننه كوو چې دې مسئلې په اړه ئې په سمدستي توګه د اع??ی كچ كمېټي جوړه كړه او داخله وزير ته ئې د بلوچستان دورې كولو ټاسك وركړو۔۔دغسې ده په كوئټه كښې ئې د اع??ی كچ غونډې وكړې په كومو كښې چې هزاره كميونټي ٬ سياسي مشرتابه او د قانون نافذ كوؤنكو ادارو اع??ی چارواكي هم موجود وو۔ ده د بلوچستان مسئلې په جدي توګه په اخستو د وفاقي حكومت مننه وكړه۔ د كور??يو چارو دوهم وزير ووئيل د بلوچستان اع??ی وزير چې كله د مسئله پورته كړه نو مونږ په دې په ترجيحي بنيادونو كار وكړو۔ ده وئيل زه تر تفتان پولې تللې يم ۔ ده ووئيل نن هم سول او پوځي چارواكو او سياسي مشرتابه سره ملاقاتونه ??وي ۔ ده ووئيل په نوي پاكستان كښی مونږ د يوې ډلې په شكل كښې كار كوؤ۔ ده ووئيل زائرينو ته به غوره اسانۍ وركولې شي او د اميګرېشن او نورې اسانۍ به لا ښه كولې شي۔ دوهم وزير قام له باور وركړو چې د وړې يا لويې صوبې سوچ به نه ??پلوو ټول وګري يو برابر دي۔ د صوبو د خپلواكۍ احترام كوو۔ يو بل سره به په ګډه كار كوو او خنډان به لرې كوو۔ ده ووئېل بلوچستان كښې به د محرومۍ احساس لرې كوو۔ د بلوچستان ترقۍ سره به ټول پاكستان پورته شي۔ ده ووئيل زه به بلوچستان او مكران ته ځم ٬ هر ځائې ته به ځم په دفترونو كښې به ناسته نه كوم دغسې چې اولس ته احساس وشي چې مونږ دوئي سره ولاړ يوو۔ اسلام آباد كښې د تجاوزاتو په ضد د عملياتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې د كور??يو چارو دوهم وزير ووئيل په ډي 12 كښې 31 پلازې ختمې كړې شوي ۔ په كنالونو مزكې ګېرې وې د دې اجازه چا وركړې وه او چا دا اساني وركړې وه د دې هر څه به جاج اخلو۔۔ ده ووئېل حكمراني به د قانون وي او هره كاروائي به د قانون ترمخه وي۔ زه پخپله د صورتحال جاج اخلم۔ د قبضه كوؤنكو څخه به قبضه اخستلې شي۔