نيويارك 26 اکتوبر (اے پي پي)ملګ??و ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودهي د ملګ??و ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړې چې د ټولو شخ??و او په خاص توګه د فلسطين او كشمير غوندې د شخ??و بنيادي وجوهات ??رې كولو سره دې دا ستونزې حل كړی شي ځكه چې په دې سيمو كښې مېرمنې د غېر ملكي قابضينو د لاسه بې پناه تشدد او تكليفونو سره مخ كېږي ٬ په مېرمنو او انجونو په آسانۍ سره تشدد كېدې شي او په شخړيزو ځينو سيمو كښې جارحيت كوونكي ځواكونه او منصوبه جوړونكي د وګړو يرولو جنګي حربې په توګه د مېرمنو او ماشومانو استحصال كوي۔پاكستانې سفيرې مليحه لودهي د ملګ??و ملتونو 15 كسيزه سلامتي كونسل ته خپله وېنا كښې ووئيل مېرمنو لپاره دې څلور بنيادي ستنوو ته برابر پام لرنه په هر صورت باوري كړی شي٬په دې څلورو بنيادي ستنو كښې د شخ??ې په سيمو كښې د مېرمنو تحفظ٬د مېرمنو د ګټې تحفظ لپاره د امن او سلامتيا ايجنډې ته وده وركول او د بشري حقونو قامي ادارې قوي كول شامل دي٬ دغسې د مېرمنو او انجونكو د حقونو د سرغړونو څارنه وكړې شي۔پاكستانې سفيرې په مصالحت كښې د مېرمنو د خاص مهارت ذكر كولو سره ووئيل بايد مېرمنې د ملګ??و ملتونو د مشنز مشري وكړي او په امن كښې د دوي اهميت تر نظره دې دوي په صنفي تناظر كښې مستحكمې كړې شي۔دې سره به د امن په لوظ نامو كښې د مېرمنو كردار زيات شي او د بيا رغونې او د شخ??ی ختمېدو نه پس پړاؤنو كښې به هم د دوي كردار زيات شي۔هغې ووئيل ??زي??اعظم عمران خان مېرمنې بااختياره كول په خپلو وړومبنو ترجيحاتو كښې ساتلې دي۔د بحث په پېل كښې د ملګ??و ملتونو عمومي سېكتر هم وېنا وكړه