اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې زمونږ د آقا حضرت محمد(ص)ژوند راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دې٬د حضور پا??(ص)د ژوند يوه يوه لمحه رحمت و۔د شورو په ??رځ د دوه ورځني رحمت اللعالمين كنفرنس وروستۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې دلته د ټولې نړۍ څخه راغليو علمائے كرامو او مشائحو ډلې مقالې ولوستې۔په دې لړ كښې زما علم ډېر محدود دې او زه به د خپل محدود علم له مخې خپلې خبرې كوم۔ده د يو مقرر د وېنا حواله وركولو سره ووئيل چې حضور(ص)به تل ښه نومونه كېښودل او دا به يې وئېل چ?? د ??نسان د نوم د هغه په ژوند ډېر آغېز كېږي۔ده وئيل چې زما پلار چې كله زما نوم كېښودو نو تل به يې هدايت كولو چې په ټول ژوند كښې خپل الله وپیژنه او په دې لړ كښې ټول ژوند هڅې جاري وساته۔ده ووئيل چې نن د سيرت كنفرنس په موضوع كښې دوه الفاظ رحمت او رحمت اللعالمين موجود دي۔د عالم نه څه مراد دې دنيا څومره لويه ده او د دې بادشاه څومره لويې دې۔ده ووئيل چ?? د ??ېرو 6 ٬ 5 كلونو نه زما په ذهن كښې پوښتنه ده چ?? د ??الم څه تصور دې او زمونږ د نبي پا??(ص)بادشاهت به څومره لويې وي۔ده ووئيل چې سائنسدانان وائي چې په ساحيلونو د موجودو ذراتو نه هم زيات ستوري په كائنات كښې موجود دي۔د سائنس د پرله پسې تحقيق سره هم تراوسه سائنسدانان په كائنات پوره نه دي پوهه شوي چې دا دنيا څومره لويه ده۔په دې وروستيو كښې مړه شوي سائنسدان سټيفن هاكننګ وئېلي دي چې دنيا زمونږ د تصور نه هم ډېره لويه ده۔ده ووئيل چې زما آقا رحمت اللعالمين دې او ټولو جهانونو لپاره رحمت اللعالمين دې كوم چې په زمكه د موجوده ذراتو او په خلا كښ?? د ??تورو نه هم زيات دي۔اولس مشر ووئيل چې د نبي كريم(ص)د رحمت په اړه يو مقرر خبرې وكړې او وې وئېل چې د منطق بنياد په سوچ دې۔اولس مشر ووئيل چې ما ته خپلې مورې تل د فلسفې او منطق پشمول د نورو علومو د مطالعې هدايت كړی۔ده ووئيل چ?? د ??خاري شريف د دريو جېلدونو د مطالع?? څخه م?? د ??لم زده كولو هڅه كړې۔ده ووئيل چې كله چې مونږ د نبي كريم(ص)په سيرت طيبه نظر واچوو نو هغه يو مكمل انسان په نظر راځي كوم به چې په هر هال كښې رحم كولو۔ده ووئيل چ?? د ??ضور پا??(ص)په ژوند مبارك كښې چې كله دوه يهوديان مكې ته راغلل او د خلكو نه يې تپوس وكړو چې د نبوت دعوی كونكې چرته د?? د ??لكو په ښودنه هغه كسان هلته لاړل٬هغوي وكتل چې حضور پا??(ص)چا په كاڼې ويشتو او ژوبل كېدو سره راپريوتو۔دوي ووئيل چې كه دا رښتينې نبي وي نو د الله تعالٰی نه به د دوي د سزا دعا كوي خو زمونږ نبي پا??(ص)رحمت اللعالمين ويشتونكو لپاره د بخښنې دعا وكړه او زمونږ د نبي(ص)كردار دې۔زمونږ نبي كريم(ص)به چې كله په محفل كښې كېښناستو نو كوشش به يې كولو چې په محفل كښ?? د ??ريكو نورو خلكو نه د ده ځنګون هم مخكښې نه شي۔د نبي پا??(ص) د ژوند يوه يوه لمحه رحمت و۔حضور پا??(ص)ته غصه نه ورتله خو چې كله به په غصه شو نو مخ مبارك به يې سور شو خو په ژبه به يې كوم الفاظ نه وئېل۔ده ووئيل چې زمونږ نبي(ص)مونږ ته د خدائے پېغام راكړې او وئېلې يې دي چې د لوے څښتن حكم دې چې رښتينې مسلمان جوړېدو لپاره خپل نبي كريم وپیژنئ۔اولس مشر ووئيل چې نعوذبالله خدائے ته زمونږ د عباداتو ضرورت نشته كه مونږ لمونځ كوو نو مونږ ته د دې ضرورت دې٬مونږ هره ??رځ د الله تعالٰی نه د نيغې لارې ښودلو دعا كوو او بايد مونږ هره لمحه دا دعا وكړو۔ده ووئيل چې بايد مونږ يقين ولرو چې په سيدها لار به روان شو۔ده ووئيل چې د نن ورځې په دستوره كښې د ګډون كولو نه معلومېږي چې مونږ نيغه لار لټول غواړو۔مونږ ته به د خپل نبي كريم(ص)پھ هداياتو عمل كوي۔اولس مشر ووئيل چې يو ځل حضور پا??(ص)تشريف اېښې و نو يوه جنازه تېره شوه٬حضور پا??(ص)پاسېدو صحابه كرامو پوښتنه وكړه چې تاسو ته معلومه ده دا د چا مړې و٬صحابه كرامو ووئيل چې دا د يو يهودي مړې دې په دې حضور پا??(ص)وفرمائيل چې آخر هغه هم انسان و۔دا حضور پا??(ص)د رحم دلۍ علامت دې۔اولس مشر ووئيل چې كه سود خدائے پا?? سره د جنګ پشان خبره ده نو د وراثت په قانون عمل نه كولو هم ډېره لويه خلاف ورزي ده۔ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پا??ستان تحريك انصاف حكومت د وراثت قانون عملي كولو لپاره اقدامات كوي چې دغسې مېرمنې خپل حقوق ترلاسه كړې شي