اسلام آباد10 دسمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئېلي دي زلمي د قام قيمتي سرمايه ده٬د قام هيلو ??رس??ه كولو لپاره به ځوانانو له خپل صلاحيتونه تعليم تر لاسه كولو ??ه ګرځول وي۔د ??وانانو په اوږو په سباؤن كښې د هېواد د واك اختيار ذمه وارۍ راتلونكې دي٬دوي دې په خوارۍ او مينه د دې ذمه وارو ترس??ه كولو له خپل صلاحيتونه زيات كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان د ريزيډينشنل كالج لورالائي استاذانو او زده كوونكو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ په پارليمان كښې ده سره ملاقات كولو۔ده ووئيل اوسنې حكومت د عمران خان په مشرۍ كښې د بلوچستان اولس ته د پېښو مسئلو ??ل له او دا د هېواد نورو برخو سره يو برابر كولو ??ه پام لرنه كوي۔ده ووئيل د بلوچستان ځوانان به تعليم هم ترلاسه كړي او د روزګار موقعې به هم ولري۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ له امله بلوچستان كښې تعليمي ادارې تباه شوي او په لويې شمېر پروفيسران٬ډاكټران٬عالمان او زده كونكي شهيدان شوي۔ده ووئيل بلوچستان كښې د بې روزګارۍ او غربت په سوب زلمو ته په ښه ادارو كښې د زده كړو ترلاسه كولو موقع په لاس نه ورځي٬اوسنې حكومت په بلوچستان كښې د نوې تعليمي ادارو په خاص توګه د ټېكنيكل تعليم ادارو پرانستلو ??ه پام لرنه كوي۔ده د ريزيډېنشنل كالج لورالائي تعليمي معيار هم وستائېلو۔دوهم سپيكر زده كوونكو د پوښتنو په ځواب كښې ووئيل په كوئټھ ښار كښې د 200 نه زيات ټيوب ويلونه جوړ كړې شوي وو كوم چې بند پراته دي او وګړي اوبو ته اريان دي۔ده وئيل د دې لويې سبب بد انتظامي او كمېشن مافيه ده۔ده ووئيل كوئټھ كښې د اوبو كمې لرې كولو له اوسنې حكومت د بند جوړولو ??و بندو پرتو ټيوب ويلو ??وانولو له ګامونه پورته كوي