اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د آلو بيعه كښې كمې ح??وم?? كړې نه دې بلكې په نړيواله كچه ?? آلو پېداوار كښې د زياتوالي په سبب د دې بيعه كمه شوې ده۔ د دې مسئلې حل كولو له به ټولو صوبائي ح??وم??ونو ٬ د كروندګرو نمائندګانو او د پارلماني غړو په شمول ټولو فريقېنو سره په ګډه ناستې سره هڅې كولې شي۔ د شورؤ په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته راو?? مح??د ا-جمل خان ووئيل تېره ورځ د پنجاب اسمبلۍ مخې ته د زرګونو په شمېر كسان جمع شول۔ ده ووئيل د آلو په فی اېکړ پېداوار 72 زره مصرف كېږي او دا په 32 زره كښې خرڅولې شي۔ ح??وم?? بايد د كروندګرو دې مسئلې حل ولټوي۔ كاشكار تباھۍ پلو روان دي۔ مونږ له به كروندګرو لپاره غږ پورته كول وي۔ ددې په ځواب كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې د آلو بيعې په ټېټېدو كښې د بهرنيو عواملو لاس دے۔ په هند كښې آلو په يوه روپۍ كلو خرڅولې شي۔ ده ووئيل ددې حل دا دې چې مونږ له به دې لړ ك??ې درې صوبائي ح??وم??ونو سره خبره كول وي ولې چې د اتلسم بدلون څخه وروستو دا څانګه صوبو ته سپارلې شوې ده۔ د آلو برآمد كول د تجارت وزارت ذمه واري ده بياهم په دې كښې نړيوالې بيعې ته پام كول وي۔ دا د كوم ګوند مسئله نه ده د كروندګر د سباؤن ٬ روزګار او دده د خېر ښېګړې مسئله ده۔ جائز وړاندېزونه دې رامخې ته كړې شي۔ په ګډه به ددې مسئلې حل كولو هڅې وكړې شي۔ ده ووئيل ټول فريقېن دې ددې مسئلې په اړه لائحه وضعه كړي۔ د آلو د بيعې معامله ح??وم?? پېدا كړې نه ده بلكې دا د طلب او رسنې معامله ده