اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) اولس م??ر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي وفاقي حكومت اولس ته ارزان او معياري داروګان وركولو له دوه ساز صنعت ته د هر ډول آسانۍ وركولو هڅې كوي۔ دا خبره اولس م??ر تېره ورځ د پاكستان فارماسیوټیکل مېنوفېکچرز اېسوسی اېشن پلاوي سره ګورنر هاؤس كښې ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر او د نې??نل هېلت سروسز وفاقي وزير هم موجود وو۔ د پلاوي مشري د پاكستان فارماسیوټیکل مېنوفېکچرز اېسوسی اېشن چيئرمېن زاهد سعيد كوله۔ اولس م??ر ووئيل وفاقي حكومت اولس ته ارزان او معياري داروګان وركولو له دوه ساز صنعت ته د هر ډول آسانۍ وركولو هڅې كوي۔ په دې مهال دسندھ ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس ژوند كښې مثبت بدلونونو لپاره د روغتيا څانګې ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دوا ساز كمپنۍ دې د روغتيا آسانۍ ښه كولو له حكومت سره مرسته وكړي۔ د نې??نل هېلت سروسز وفاقي وزير عامر محمود كياني پلاوي ته د دوا ساز كمپنيو مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړو۔ د فارماسیوټیکل مېنوفېکچ?? ایسوسی ایشن چیئرمېن زاهد سعید ووئيل صنعت سره د اړوندو مسئلو حل پلو د انډسټريل لائټرن كمېټۍ جوړېدل يو غوره ګا?? دے۔