اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ايوان كښې په وروستو چوكو ناستو غړو ته پارلماني كارروائۍ كښې د بشپړه برخې اخستو يو ??ول موقعې وركولو له د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال به ” بېک بېنچرز ډے” خاص كولې شي۔ د مېرمنو غړو د قانون سازۍ عمل او د پارلمان په نورو كارروايو كښې كر??ار د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ پاکستان انسټی ټیوټ آف پارل??من??ری سروسز كښې ” د مېرمنو سياست كښې كر??ار “په سرخط وركشاپ ته وكړه۔ ده ووئيل په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې د سپكير په حېث ممونږ د مېرمنو په اړه د ??در وړ قانون سازي كړې په كومه كښې چې مېرمنو په زړه پورې برخه اخستې۔ دې سره سره مېرمنو لپاره د پوهنتونونو ٬ كالجونو ٬ سكولونو او ټكنيكل تربيې ځايونه جوړولو سره مېرمنو كښې نه يواځې شعور بېدار شوې بلكې دوئي د هېواد پرمختګ كښې د خپلې برخې غوره خذمات هم ترسره كړي ۔ ده مېرمنو ته د قانون سازۍ عمل او د ايوان كارروئۍ كښې په بشپړه توګه د برخې اخستو او د مېرمنو حقونو ساتنې او د دوئي مسئلو حل له ايوان ته د قانون سازۍ راوړلو ووئيل۔ په دې مهال مېرمنو غړو د سپيكر مننه كولو سره د ايوان په كارروائۍ كښې د ده بې پرې كر??ار وستائلو۔ دوئي ووئيل سپيكر اسد قېصر ټول عمري د مېرمنو د كر??ار ستائنه كړې او قانون سازۍ كښې برخه اخستلو له ئې د دوئي ډ??ډګيرنه كړې۔ دوئي سپيكر ته د خپل اړخه د مرستې باور وركولو سره ايوان كښې قانون سازۍ له د خپل لوظ پخلې وكړو۔ وركشاپ كښې د سېنېټ ٬ قامي اسمبلۍ ٬ د څلورو واړو صوبو مېرمنو غړو او د قامي اسمبلۍ او پاكستان انسټيټيوټ په آف پارل??من??ري سروسز اعلی چارواكو ګډون كولو