اسلام آباد 11 مارچ (اے پی پی) وز??را??ظم عمران خان د غريبۍ ختمولو او معاشی پرمختګ لپاره د 50 لکھ كورونو جوړولو پروګرام د حکومت فلیګ شپ منصوبه ګرځولو سره وئيلي دي د اوسني حکومت سوچ د تيرو حکومتونو څخه جلا دے، د غريبۍ ختمولو لپاره په لږ لګښت د كورونو جوړول د دغې سوچ برخه ده، د اسټیټ بانك د اړخه په لږ لګښت د كورونو جوړولو لپاره قرض وركول لوئ اقدام دے، د دې پروژې سره به 40 اړوند تعم??را??ی صنعتونه ف??ال شي، د روزګار پراخه موقعې به راپيدا شي، معیشت به پرمختګ وكړي، حکومت د ښارونو خپرېدو په ځائې د ګڼو منزولو ودانو جوړولو ته پام لرنه كوي، په کچه آبادو كښې به فلیټس جوړولې شي او هغوي له به اسانۍ وركولې شي۔ ده د ګل په ورځ د سټیټ بانك کم لګښت كورونو جوړولو لپاره فنانس پالیسۍ جاري كولو دستورې ته خطاب کولو۔ دستورې ته د خزانې وزير اسد عمر، د سټیټ بانك ګورنر طارق باجوہ هم خطاب وكړو۔ وز??را??ظم عمران خان په لږ لګښت د كورونو فنانسنګ لپاره په مراعات وركولو د اسټیټ بانك ګورنر ستائنه كولو ووئيل د اوسني حکومت سوچ د پخواني حکومتونو څخه جلا دے، اول سوچ بدلېږي بيا په هغې عمل کېږي،ده ووئېل مونږ هڅې كوو چې داسې پالیسۍ جوړې شي چې ورسره د هېواد لاندې طبقه راپورته كړې شي او غريبي ختمه شې۔ده ووئيل چین هم دا ډول پالیسۍ جوړې كړي او په 30 كلونو كښې ئې 70 کروړه اولس د غري??ۍ څخه خلاص كړې او دا کامیابی هغوي د يوې منصوبې ترمخه ترلاسه كړې۔ ده ووئيل چين كښې چې كومې هم پالیسۍ جوړېږي په يو سوچ جوړېږې۔ وز??را??ظم ووئيل مونږ ته د چين دورې پھ مهال وئيلي شوې وؤ چین څنګه خپل وګړي د غري??ۍ څخه خلاص كړې وو۔ وز??را??ظم عمران خان ووئيل په كم لګښت د كورونو جوړول هم د دغې سوچ برخه ده۔ ده ووئيل ټول دا خواهش لري چې خپل كور ولري۔ د پاکستان زياتره آبادي خپل كور نشي ترلاسه كولې ځك?? چې زياتره كسان تنخا دار دي ، هغوي سره دومره پېسه نه وي چې خپل كور واخلي۔ وز??را??ظم لاهور هائی کورټ كښې د زیر التواء فور کلوژر کیس ذکر کولو سره ووئيل دا د پاکستان لپاره مهمه د?? چې د دې کیس پريكړه زر تر زره وكړې شي ځك?? چې تر څو’’فور کلوژر‘‘ قوانین نه وي جوړ شوي ، زمونږ لپاره ګرانه د?? چې هغه وګړو له كورونه وركړو كوم چې نغدي روپۍ نه لري۔ ده ووئېل كه وګړي قرض اخلي نو دا ډيره ضروری د?? چې څنګه سټیټ بانك د فنانس اساني وركړې دغسې دې ورسره د قانون هم اجازه وركړي۔ وز??را??ظم ووئيل پاکستان كښې د هاؤس فنانسنګ لپاره د جی ډی پی شرح 0.2 فیصده ده كوم?? چې په هند كښې 10 فیصده، ملائیشیا كښې 30 فیصده دغسې امریکا او انګلینډ كښې 80 فیصده څخه زياته ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئېل تر څو چې مونږ سره د عامو وګړو لپاره نغدې روپې نه وي٬ مونږ تر ھغې خپل هدف نه شو ترلاسه كولې او تل به هم داسې كېږي چې يوه وړه طبقه په ښه او ښكلې كور كښې اوسېږي او عامو وګړو لپاره به ستونزې وي۔ وز??را??ظم ووئيل د مركزي بانك ګورنر چې د دې پروګرام كاميابۍ لپاره قرض وركوٶنكو بانكو ته كوم مراعات وركړې دا يو لوے ګام دے ٬ مركزي بانك كوچنو كروندګرو لپاره پیسې وركول ممكن كړي ٬ ده ووئېل كوچني كروندګر به د نغدو پېسو نشتوالي په سوب د لويو كروندګرو په وړاندې مجبورۍ سره مخ وٶ٬ مركزي بانك كوچنو صنعتونو لپاره هم مراعات وړاندې كوي ٬ ده ووئېل دا صنعتونه د پاكستان معيشت لپاره د ملا د تير حېثيت لري٬ كوچنو صنعتونو لپاره د بانكونو څخه قرض اخستل ډېر ګران وي او د دې په مقابل كښې لوي او كاميابو صنعتونو لپاره قرض اخستل ډېر اسان وي۔ ده ووئيل مركزي بانك فاټا او قبائيلي سيمو لپاره هم د خاص پېكچ اعلان كړې كوم چې خوشبينه دے٬ تېر وخت كښې په قبائيلي سيمو كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لويه تباهي شوې۔ وز??را??ظم ووئيل قبائيلي سيمو كښې د اولس د ټولو نه زيات ضرورت ھغوي لپاره كور دے ۔ ده ووئيل د مركزي بانك لخوا ټرانس جېنډرز (خواجه سرا٬) لپاره هم په دې لړ كښې د مراعاتو وركړه د ستائنې اقدام دے ٬ ده ووئېل زه خوشحاله يم چې په دې پروګرام كښې دوي هم شامل كړې شوې ۔ وزيراعظم ووئېل د مركزي بانك لخوا كنډو او يتيمانانو لپاره په مراعاتو وركولو هم خوشحاله يم ځك?? چې زمونږ ټولنه د يو لوي او عظيم خوب نامه ٶه ٬ مونږ يو