اسلام آباد ۔ 25 مارچ (اے پی پی)آسټرېلوی هائی کمشنر مارګرېټ اېډمسن وئيلي دي د پاكستان موجوده حكومت كاروبار كښې آسانيو پېدا كولو له ګامونه پورته كوي او دا ډول ګامونه ??ړي??اله سرمايه كارو له هم يو پېغام دې چې د موجوده حكومت د كاروبار په ګټه ګامونو لامله دلته د سرمايه كارۍ زړه راكښونكې موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ”اے پی پی” سره خاص خبرو كښې وكړه۔ آسټرېلوی هائی کمشنر ووئيل موجودہ حالاتو كښې حكومت د هېواد د كاروباري ورورولۍ سره سره ??ړي??الې بزنس كميونټۍ له هم داسې ګامونه پورته كړې دي چې ورسره دا پېغام وړاندې ځي چې پاكستان د منطقې د يو مهم هېواد په حېث مخ په وړاندې روان دې۔ پاكستان په ورلډ اكانومي كښې اهميت لري۔ د موجوده حكومت جوړېدو څخه وروستو ??ړي??ال بزنس كميونټي دا ګڼي چې موجوده حكومت د سرمايه كارۍ په لړ كښې پورته كړې ګامونو دا هېواد كاروبار دوست هېواد جوړ كړې دې۔ ده ووئيل پاكستان كښې ځوانان لوئې شمېر كښې موجود دي او دوئي لپاره د ملازمتونو موقعې پېدا كو?? حكومت ته مهم چېلنج دې۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې كاركوؤنكې كمېونټۍ څخه پاكستان ته د زرمبادلې لويه برخه ترلاسه كېږي۔ ولې پاكستان له به غوره اكانومي له لا فعاله ګامونو پ??رته كول وي۔ پاكستان له به ??ړي??ال بزنس ماركيټ كښې د لا ځائې جوړولو له فعاله ګامونه پورته كول وي۔ ولې چې كله د هېواد معيشت مضبوط وي نو هېواد كښې د ملازمتونو موقعې پېدا كېدلي۔ ده ووئيل مونږ پاكستانې معيشت په هغه كچه ليدل غواړو چرته چې بې روزګاره ځوانانو له د روزګار موقعې وي۔ يوازې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو زر مبادلې سره ملكي معيشت تر زيات وخت سنبالېدې نه شي