اسلام آباد ۔ 27 مارچ (اے پی پی) پاکستان كښې د بېلاروس سفیر آندر?? ایرمولووچ وئيلي دي د پاكستان حكومت بېلاروس سره دوه اړخيزه تجارتي اړيكو ته خاص پاملرنه كوي۔ د كر??يلې ٬ سائنس او فارما سوټيكل په شمول بېلو څانګو كښې كار روان دې۔ د نړۍ تر ټولو نوموړې كمپنۍ بېلاز پاكستان كښې د كان كندۍ څانګه كښې كارېدونكې درنه مشينري لګولې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده چراټ سېمنټ فېکټرۍ كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د بېلاروس اولس م??ر وزيراعظم عمران خان ته د خپل هېواد ??ور?? كولو بلنه وركړې ده او هيله ده چې هغه به د روان كال تر پايې بېلاروس ته لاړ شي چې ورسره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي۔ په دې مهال د غلام فاروق ګروپ ډائرېکټر شهری??ر فاروق، د ګریو پاکستان س?? ای او عامر رضا او د بیلاز ډپټی ډائریکټر مېنجمنټ ویسلی شوستاک هم موجود وو۔ د ګریو پاکستان س?? ای او عامر رضا دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل پاکستان كښې د بېلاز كمپنۍ هېوي مشينري ګریوز کمپنی لانچ كوي چې ورسره به هېواد كښې د مائينګ څانګه كښې جدت رامخې ته شي او دا مشينرۍ به هېواد كښې د مائنګ څانګه كښې نورو كمپنيو ته هم وركولې شي۔