ګوادر 29 مارچ (اے پي پي) ??زی??اعظم عمران خان د ګوادر اولس ته د انصاف هېلت ګارډ وركولو اعلان ??ولو سره وئيلي دي چې د ګوادر پرم??تګ نه يوازې د بلوچستان بلكې د ټول پاكستان ??رم??تګ دے٬ د ګوادر نه تر كوئټه به رېل او د كراچۍ څخه به تر ګوادره مسافر و مال بردار فېري سروس پېل كولې شي ٬ د ماضي برعکس به اوس د ځائي معدنياتو ګټه ځائي اولس له وركولې شي٬ د ګوادر ټوله منطقه كښې به قامي ګرډ سره تړلې شي۔ ??زی??اعظم عمران خان دا خبرې د جمعې په ورځ د نړيوالې هوائي مېدان ګوادر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال ل قمر جاوېد باجوہ، وفاقي وزيران ??یا محمد سومرو ، شېخ رشید ا??مد ، خسرو بختيار٬ د چين سفیر یاؤ جنګ د قامي اسمبلۍ غړي اعلٰې سول او پوځي چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ ??زی??اعظم عمران خان ??وئيل زه ګوادر ته په راتللو خوشحالېږم ٬ راتلونكي وخت كښې به ګوادر پرم??تګ وكړي نو ټوله نړۍ به دې څخه ګټه پورته كړي۔ وزيراعظم عمران خان د چين سفير او حكومت مننه كولو سره ووئيل د ګوادر نړيوال هوائي مېدان ??پاره د چين حكومت ګرانټ وركړې چې په سوب ئې دا هوائي مېدان بشپړ كړې شوې دې۔ ده ووئيل ګوادر كښې كب نيونونكي و??رې سره مخ ٶ چې د اېكسپرېس وے د نه بهتر كېدو له امله به ھغوي څنګه تر سمندره رسي ٬ اوس دوي پرېشانه كېدو ته حاجت نشته ٬ ګوادر اېكسپروے اپ ګرېډ كولو سره سره به چرته چې ضرورت وي پل جوړولو سره به خنډان ??رې كولې شي دغسې چې فشرمېنز په وخت سمندر او منډۍ ته ورسېدې شي ۔ ده ووئيل ھغه پرم??تګ چې ځائي اولس ته ترې ګټه نه وي حقيقي پرمخګ نه وي٬ تېر وخت كښې په بلوچستان ??ښې پرم??تګ شوې خو ځائي اولس ته ترې ګټه نه ده شوې٬ چرته څخه چې د ا??بونو روپو سوئي ګاز پېدا كېږي د ھغه ځائ د خلقو ژوند بدل نه كړې شو خو اوس به په نوي پاكستان ??ښې داسې نه كېږي٬ كومې سيمې څخه معدنيات پېدا كېږي ګټه به ئې ځائي اولس ته وركولې شي ۔ ده ووئيل د چين په اشتراك د ګوادر روغتون اپ ګرېډېشن او د ځائي خلقو سكل زياتولو لپاره اقدامات خوشبينه دي دې سره به ځائي اولس ته په راتلونكې روزګار موقعو څخه په استفاده كولو كښې مرسته ترلاسه شي او ځائي اولس ته به دې پرم??تګ څخه ګټه وشي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ګوادر خلقو ته به د وفاقي حكومت لخوا انصاف هېلت كارډ وركولې شي چې ورسره به د ګوادر اولس ته د 7 لكه 20 زره روپو علاج په هر يو ورغتون كښې د كولو آسانۍ ترلاسه شي۔ ده ووئيل نوي پاكستان ??ښې د كلين ګرين پاكستان ??ه مخې به ګوادر بندرګاه اتهارټي كښې لس كله بوټي نال كولې شي ۔ ??زی??اعظم عمران خان ??وئيل شېخ رشيد هم ګوادر ته ما سره راغلې دې٬ د ګوادر نه تر كوئټه د رېل پټلۍ غوځول غواړي٬ګرده نړۍ كښې رېل د سفر غوره آساني ده او وخت سره سره د دې نېټ ورك زياتېږي خو پاكستان ??وازې هېواد دې چرته چې د رېلوے نېټ ورك كم شوې دې ۔ ده ووئيل اوسني حكومت د رېلوے څانګې پرم??تګ ته پام ګرجوې دې ٬ چين د رېل ټېكنالوجۍ په مېدان ??ښې د ټولو نه وړاندې دې د ھغوي به هم مرسته ترلاسه كوٶ٬ د كراچۍ نه ترلاهوره كه د چين په رېل ګاډي كښې سفر وي نو په څلور ساعته كښې منزل ته رسېدې شي داسې نظام به پاكستان ته هم رواړو۔ ده ووئيل د سي پېك لويديز روټ كوم چې په خوبونو كښې ٶ نن د كوئټه څخه تر ژوب د 305 كلوميټره سترې لارې د بنياد تيګه كېښودې شوې۔??زی??اعظم عمران خان ??وئيل په وړومبي ځل ګوادر ته راغلې يم ٬ په دې خوشحاله يم چې د ګوادر غوندې نړۍ كښې كم ځايونه وي۔ ده ووئيل د ګوادر پرم??تګ يوازې د ګوادر يا بلوچستان ??رم??تګ نه دے بلكې د ټول پاكستان ??رم??تګ دے۔ وزيراعظم عمران خان ??وئيل چې چين سره د رېلوے ټېكنالوجيز ٬ زراعت او په نورو څانګو كښې د مرستې پراختيا لپاره په اپرېل كښې چين ته روان ??م۔