ملګري ملتونه 06 اکتوبر (اے پی پی) پاكستان كښې ترهه ګري د څلورو لسيزو په مهال ګانډي هېواد كښې د پوځي مداخلت او په منطقه كښې د سياسي او جيو ستراتېژك پېشرفت نتيجه ده٬ پاكستان كښې د ترهه ګرۍ خاتمې له د پرېكنده اقداماتو په نتيجه كښې پاك افغان پوله او قبائيلي سيمو كښې د ترهه ګرو پټن ځ??يو??ه ړ??ګ كړې شوې د۔ دا خبرې ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې د ترهه ګرۍ خاتمې له پاكستاني اقدامات په ډاګه كولو سره ووئيل پاكستان د دې لعنت خاتمې له د ترهه ګرۍ مخنيوي فورس جوړ كړې٬ عدالتي نظام كښې اصلاحات وكړې شول او د ترهه ګرو پټن ځ??يو??ه ختمولو لپاره د نړۍ اوږده پوځي كاروائي وكړې شوه ۔ دې ووئيل په دې جنګ كښې پاكستان د ٧٠ زره پوځيانو او وګړو قرباني وركړې او د 120 اربه نه زيات زيان ئې برداشت كړې۔دې ووئيل ترهه ګري كوم خاص مذهب ٬ نسل يا سيمې سره نه دي تړل پكار٬ او د مذهبونو سپكاوې ٬ اقليتونه تنګول او راپارلو نه ډډه پكار ده