اسلام آباد ۔ 27 اکتوبر (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر وئيلي دي پاكستان په نړيواله كچه د كشمير تر ټولو لوئے وكيل دے۔ خبريال دې د خپل قلم او كېمرې ?? لارې د كشمير صورتحال نړۍ ته وړاندې كړي۔ هند مقبوضه وادۍ كښې د ب??ري حقونو سخته خلاف ورزي كوي۔ د هند زور ??لم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كول د وخت غوښتنه ده۔ د دې خيالاتو څرګند??نه ده د جمعې په ورځ د آزاد جموں و کشمیر پرېس فاؤنډېشن دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ما د پاكستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته هم وئيلي چې د كشمير مسئله بايد په سياسي توګه د پورته كولو په ځائې د ب??ري حقونو په بنياد پورته كړې شي۔ د پاكستان نه غېر د كشميري اولس كوم وكيل نشته۔ ده ميډيا ته خواست وكړو چې د كشمري مسئله په ډاګه كړي۔ خبريال د ټولنې سترګې دي او دوئي د خپل محنت ?? لارې خبر راوړلو سره د اولس شعور ??ېداروي۔ ده په دې مهال د 10 ضلعو پرېس كلبونو ته كمپيوټرې وركړې ٬ سند??نه او د مرستې چېكونه ئې هم ووېشل۔ دستورې ته د پرېس فاؤنډېشن چیئرمین او د صحافتي تنظيمونو نمائندګانو هم خطاب وكړو۔