لاهور 11 نومبر (اے پي پي) د رېلوے وزير خواجه سعد رفيق د پاكستان رېلوے د تاريخي ورثې حفاظت٬ كتنې او پرمختګ لپاره د ډائرېكټورېټ اف هېريټېج جوړولو حكم وكړو۔ وفاقي وزير په لاهور كښې د رېلوے په مركزي دفتر كښې د لوړې پاې غونډې مشري ??كړه۔ وفاقي وزير په دې م??قع د رېډيمكو لخوا د ګولټره ميوزيم د كتنې او پراختيا عمل وستائلو خو وې وئيل چې په د ورثې حفاظت لپاره زر تر زره ډائرېكټورېټ جوړول ضروري دي۔ د غونډې په مهال د رېلوے د ذيلي ادارې رېډيمكو مشر زبېر شفيع غوري د رېلوے چا??و په اړه تفصيلي راپور وړ??ندے كړو۔