اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د آرټسټس وېلفي??ر فنډ څخه هنرمندانو له د مالي مرستې منظوري وركړې۔ د ګل په ورځ د آرټسټس وېلفي??ر فنډ غونډه د اولس مشر په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د خزانې وزارت ٬ كابينه ډويژن٬ د اطلاعاتو سېكتر٬ د صحت وزارت سېكتر او د كمېټۍ نورو غړو ګډون وكړو۔ غونډه كښې مالي مرستې لپاره د وصول شويو درخواستونو جاج اخستو سره د ضرورت مند هنرمندانو د مالي مرستې منظوري وركړې شوه۔ په دې موقع اولس مشر امر وكړو چې د وزیراعظم د قامي صحت پروګرام له مخې د رنځوره هنرمندانو د درملنې دې ??اص اهتمام وكړې شي٬ په دې لړ كښې اولس مشر د صحت وزارت ته امر وكړو چې ھغوي دې ?? صور??حا?? جاج اخستو سره په سمدستي توګه اقدامات وكړي۔ اولس مشر سنسر كمېټۍ ته امر وكړو چې هېواد كښې دې ?? كوم داسې غېر ملكي فلم نمائش اجازه ورنه كړې شي چې پكښې د پاكستان په ضد پراپېګنډه شوې وي۔ په دې موقع د آرټسټ وېلفي??ر فنډ د سټېئرنګ كمټېټۍ غړو عطاء الحق قاسمي، اصغر ندیم سیّد، عارف حبیب، مصطفیٍ قرېشي، نجیب اللہ انجم، شاهد شفیق، قوي خان، سلمان علوي، زېبا محمد علي او نورو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو