اسلام آباد ۔ 3 جنوری (اے پی پی) د پاكستان سمندري ځواك كښې اوس اوس شامل كړې شوي فاسټ اټېک کرافټ (میزائل ) پی اې?? اېس همت په شمال?? بحيره عرب كښې د لائيو وېپن فائرنګ غوره مظاهره كړې ده ۔ پی اې?? اېس همت خپل هېواد كښې تيار كړې حربه نېول کروزمیزائل فائر كړو كوم چې د اوبو كچې څخه وار كوؤنكې اې??ټی شپ او د زمكيز بريد صلاحيت لرونكې توغندې دے۔ میزائل خپل هدف كاميابۍ سره په نښه كړو۔ چیف آف دی نېول اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی د پاك سمندري ځواك جهاز پی اې?? اېس عالمګیر څخه د فائرنګ دا مظاهره وكتله۔ په دې م??ال د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی د پاکستان نیول فلیټ یونټس په آپرېشنل تیاریانو د بشپړ اطمينان څرګندونه وكړه او د هغه ټولو اړوندو كسانو هڅې ئې وستائلې د چا په سوب چې دا مهم سنګ ميل ممكن شؤ۔ ده د هېواد دننه دفاعي صلاحيتونه غوره كولو او په بهرنيو هېوادونو د اډانې كمولو په حاجت زور راوړو۔ ده د دې عزم پخلې وكړو چې پاك سمندري ځواك به د بحري دفاع او د ګټو ساتنه په هر قيمت باوري كوي۔ ده حربه نېول وېپن سسټم منصوبه كاميابۍ سره د ترسره كوؤنكو انجینئرانو او محققینو هم ست??ئن?? وكړه۔