ډيووس 25 جنوری (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خ??قان عباسي سره د نامتو كاروباري ګروپ وي??ن كوم چې په پاكستان كښې د ټيلي كام خدمات وركوونكې نامتو كمپنې جاز په نوم فعال دے٬ چيف اېګزېكټو آفيسر جين يس چارليئر د نړيوال اقتصادي فورم په موقع د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د انفارمېشن ټېكنالوجي دوهمه وزيره انوشه رحمان٬ د وزيراعظم خاص مرستيال علي جهانګير صديقي او سينئر چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د وي??ن ګروپ د سرمايه كارې٬ كاركردګې ٬ د كارپورېټ سماجي ذمه وارو چارې او د قدرتي آفتونو په مهال د مرستې كارونه وستائيل۔ ده د وي??ن لخوا د افرادي قوت په تربيه كښې د ګروپ د سرمايه كارۍ ستائنه كولو سره ګڼ شمېر پاكستانيانو ته په ترقي پسند ماح??ل كښې د كار كولو ??ه موقع وركولو د هغه مننه وكړه۔ د وي??ن سي اي او په پاكستان كښې د وي??ن په هلو ځلو ??ښې په اسانيو پېدا كولو د حكومت د مرستې مننه كولو سره د ډېجيټلائزېشن په اړه د پاكستان كامياب كمپائن د ستائنې وړ وګرځولو۔ ده ووئيل چې د اوسني حكومت د ډېجيټل وېژن ملاتړ كوو٬ د جدت لرونكې حكمت عملۍ د لارې به د پاكستان مرسته روانه ساتو۔ د يادونې وړ ده چې وي??ن ﴿جاز﴾ په پاكستان كښې د ټېلي كام خدمات وركوونكې تر ټولو ??ويه كمپني ده او په پاكستان كښې ئې د اربونو ډالرو سرمايه كاري كړې