اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) پاکستان د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود خالد خراساني نامه د ترهګرو په لسټ ك??ې په نه شاملولو د ملګرو ملتونو په پرېكړه د مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي دې سره د نړيوالې ادارې دوه مخيز ??عي??ر په ډاګه شوے ٬ د ملګرو ملتونو پرېكړه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي ده٬ ملګرو ملتونو كښې به د خالد خراساني معامله بيا پورته كوٶ٬ نړيواله ورورولي دي د كشمير كشالې سپېځلې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ د خپلواكۍ حق جائزو هلو ځلو له به د كش??ير??انو ملاتړ دوامداره ساتو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل د خبرلانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو په سېكيورټي كونسل كښې د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود عمر خالد خراساني نامه د ترهګرو په فهرست ك??ې په نه شاملولو مايوسه شوې يو٬د د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي شوې ۔ وياند ووئيل د لغوه ډلې د ترهګرو لاسونه د بې ګناه پاكستانيانو په وينو رنګ دي۔ وياند ووئيل پرېكړې څخه د نړيوالې ادارې دوه مخيز ??عي??ر په ډاګه شوې او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د قربانيو نفي شوې۔ د كشمير پحقله وياند ووئيل د كش??ير?? اولس د خپلواكۍ حق لپاره هڅې كوي٬ هند كله هم د كش??ير??انو حوصلې له ماتې نشي وركولې٬ د كشمير كشاله د كش??ير??انو د خپلواكۍ حق سره هوارېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو تصفيه طلب معاملو خبرو اترو له چم??و دے۔ وياند په نړيوالې ورورولې ټېنګار وكړو چې ھغويې كش??ير?? اولس سره لوظونه عملي كولو سره د كشمير د اوږدې مودې شخړه هوارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ وياند ووئيل د مئي په 6مه نيټه ډهاكه كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس ك??ې په متفقه توګه د شخړيز كشمير كشالې پحقله 5 قراردادونه منظور كړې شول٬ قراردادونه د جمو او كشمير په شخړه٬ د پاك هند سوله ايزو خبرو اترو٬ هند كښې د مذهبي ځايونو په تحفظ٬ د او آئي سي غېر جانبداره هيومن رائټس كمېشن په جوړولو او شخړيزو سيمو يا هېواد كښې د او آئي سي او د مسلم كميونټي ترمېنځه اقتصادي مرستې پشمول وو۔ د پي ټي اېم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل نړۍ كښې چرته هم كډوالو ته د سياسي هلو ځلو اجازه نه وي٬ په پاکستان كښې هم دغه قانون لاګو دے۔ د پاك امريكې اړيكو پحقله وياند ووئيل روسيې سره زمونږ اړيكې په ښه كېدو دي خو امريكې او ناټو سره هم زمونږ اړيكې ښې دي۔ وياند ووئيل امريكې سره په ټولو موضوعاتو خبرې روانې دي۔ د هند په او آئي سي كښې د مبصر په حېث د شاملېدو تجويز پحقله وياند ووئيل دا معامله كله هم د او آئي سي په اېجنډا شامل نه وه ۔