اسلام آباد 15 جون (اے پي پي) نګران وزيراعظم جسټس ﴿ر﴾ ناصر الملك د وړوكي اختر د خوشحالې په موقع مسلمانانو او پاكستاني قوم ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د الله تعالي شكر دے چې ??ون?? ته ئې د رمضان المبارك د فيوض او بركاتو څخه د مستفيد كېدو موقع راكړه٬ الله تعالٰي دې ز??ون?? عبادات قبول كړي۔ د وړوكي اختر په موقع په خپل پېغام كسې ده ووئيل چې د رمضان المبارك د تكميل ورځ د الله د رحمت او د تشكر ورځ ده٬ د اختر رېښتينې خوشحالي يوازې په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك وي٬ هم دا ز??ون?? د مذهب تعليمات او ز??ون?? د ټولنې وصف دے۔ ده ووئيل چې د رمضان مياشتې عبادات تقويٰ٬ ضبط نفس٬ ايثار او د قربانې پشان خوبې لا رابرسېره كړي۔ ده ووئيل چې دي??ي او دنياوي كاميابي لپاره دا ضروري ده چې ??ون?? ټول كال هم د دې جذبې او طرز عمل څرګندونه وكړو چې دغسې ??ون?? خپل ژوند د اسلام د تعليماتو له مخې تېر كړو۔ په ننې ورځ د خوشحالې لمانځلو په وخت ضروري ده چې ??ون?? په خپلو خوشحالو كښې خپل خپلوان٬ ګاونډيان او په شا او خوا كښې اوسېدونكي ضرورت مند وروڼه او خوئېندې هم شرېكې كړو ځكه چې د اختر رېښتينې خوشحالي يوازې په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك وي۔ ده ووئيل چې راځئ نن چې په خپلو خوشحالو كښې خپل غېر مسلم وروڼه هم شري?? كړو او د روادارې او د هذهبونو ترمېنځه چې د همغږۍ ثبوت وركړو۔ بايد په نن ورځ ??ون?? هغه خلق هم هېر نه كړو كومو چې د وطن حفاظت او د خطرو څخه محفوظ كولو لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي۔ زما دعا ده چې الله تعالٰي دې خوږ وطن په خپل حفظ او امان كښې وساتي او پاكستان دې د امن٬ پرمختګ او خوشحالې مركز جوړ كړي۔