اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) سترې محكمې د عدالت سپكاوي په مقدمه كښې دانيال عزيز ته د عدالت تر برخاست كېدو د قېد سزا اورولې او 5 كلونو لپاره ئې هغه نااهل ګرځولې۔ دانيال عزيز د عدالت سپكاوي په مقدمه كښې د عدالت څخه بخښنه نه وه غوښتې۔ سترې محكمې د عدليه په ضد په بيانونو وركولو د دانيال عزيز په ضد نوټس اخستې و او بيا د ده په ضد د عدالت سپكاوي مقدمه درج كړې شوه چې اورېدنه ئې د جسټس ګلزار احمد په مشرې كښې درې كسي??ه بېنچ كړې وه او د مئي په دريمه نېټه پرېكړه محفوظ كړې شوې وه كومه چې د زيارت په ورځ جسټس ن??ير عالم واورول??۔ عدالت د آئين آرټيكل 63 له مخې دانيال عزيز نااهل وګرځولو