اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) په راتلونكو ټولټاكنو كښې ب?? د وفاقي پايه تخت اسلام آباد په درې چوكو د ب??خه اخستونكو كانديدانو لسټ جاري كړے شو٬ د اسلام آباد په درې چوكو به د ټولو 76 كانديدانو ترمېنځه مقابله كېږي۔ د ريټرننګ افسرانو لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې د اېن اے 53 څخه به د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان پشمول د 36 كانديدانو ترمېنځه مقابله كېږي۔ د دې حلقې څخه عائشه ګلالۍ هم په ټاكنو كښې ب??خه اخلي۔ په اېن اے 54 كښې ب?? د 28 كانديدانو ترمېنځه مقابله كېږي چې پكښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ انجم عقيل خان٬ د تحريك انصاف اسد عمر٬ د اېم اېم اے ميا اسلم او راجه عمران اشرف هم كانديدان دي۔ په اېن اے 52 كښې ب?? د پخواني وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري٬ خرم نواز او د افضل كهوكهر ترمېنځه مقابله كېږي۔