اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) لنډ مهاله وزيرا??ظم جسټس(ر) ناصرالملك د ګل په ورځ پاكستان مانومنټ كښې د تاريخي اهميت لرونكو دوو ونټېج موټر ګاډو نندارتون پرانسته كړې ده كوم چې د هېواد مشرانو او حكومت وخت په وخت دوره كوونكو نوموړو شخصياتو كارولې دي ۔رولز رائس سيلور شيډو او مرسټډيز پل مين اېس 600 د وزيرا??ظم آفس له اړخه د پاكستان مانومنټ ميوزيم لپاره د ډالۍ په توګه وركړې شو?? او اولس لپاره دا نندارتون پیل شوې۔وزيرا??ظم ناصرالملك د دې ګاډو د نيلامۍ نه كولو او د تحفظ پريكړې سره دا په ميوزيم كښې د اودرولو امر كړې دغسې د دې څخه وړاندې د دې موټر ګاډو د نيلامولو تجويز وركړی شوې وو۔د عجائب ګهر دورې په وزيرا??ظم هيله څرګنده كړه چې د دې نندارتون سره به نوې نسل ته د پاكستان د تاريخ او د دورو كوونكو نړيوالو شخصياتو د مېلمستوب روايت په اړه خبرتيا ترلاسه شي۔وزيرا??ظم د ميوزيم څارنه وكړه او ونټېج موټرو كښې يې خوښي ولرله۔وزيرا??ظم دا د قامي تاريخ يوه مهمه برخه وګرځوله۔د دې څخه وروستو د لوك ورثه ايګزېكټو ډائرېكټرې شاهيره شاهد اے پي پي ته ووئيل حكاس پرائيوېټ لمېټډ د دې قامي ورثې تحفظ كولو جذبې ترمخه دا ونټېج موټرې په رضا كارانه توګه بحال كړې۔ دې باور ښكاره كړو چې تاريخي ورثه لرونكې دا موټروے به پھ دې منفرد ميوزيم كښې د سېلګرو پام ځان ته راوګرځوي۔مرسټډيز پل مين اېس 600 موټر په 1970 كښې جوړ كړې شوې ؤ او پاكستان دا په 1970 كښې درآمد كړې ؤ او د هغه وخت اولس مشر جنرال يحيٰی خان او وزيرا??ظم ذوالفقارعلي بھټو په استعمال كښې پاتې شوې ؤ ۔د دې موټرو كارونكو نوموړو غېر ملكي شخصياتو كښې د فلسطين اولس مشر ياسر عرفات٬د مصر اولس مشر انورسادات٬د لېبيا اولس مشر كرنل مع??ر قذا??ي٬?? سعودي شاه فېصل بن عبدالعزيز او نور نوموړي لارښود شامل دي۔رولز رائس سيلور شيډو په 1976 كښې جوړ كړې شوې ؤ او دا شاه خالد بن عبدالعزيز د هغه وخت وزيرا??ظم ذوالفقارعلي بھټو ته ډالۍ كړې ؤ ۔دا موټر د وزيرا??ظم بېنظيربهټو٬پرنس كريم آغا خان٬د سعودي عرب شاه خالد بن عبدالعزيز٬د يو اے اي لارښود شېخ سلطان بن النهيان٬شهزاده ډيانا او نورو نړيوالو لارښودو په استعمال كښې پاتې شوې۔د دې څخه وړاندې وزيرا??ظم آفس د دې موټرو په 22 جون نيلامولو اراده كړې وه خو كله چې دا معامله د لنډ مهاله وزيرا??ظم په علم كښې راغله نو هغه د نيلامۍ منسوخ كولو سپارښتنه وكړه او دا تاريخي موټروے يې په ميوزيم كښې د اودرولو امر وكړو۔