اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان آئين ټولو وګړو له د ذات٬رنګ يا نسل نه لرې يو بر??بر حقونه وركوي٬حكومت د اقليتونو حقونو ساتنې او په قامي ژوند كښې ګډون لپاره دوي ته يو ډول موقعې وركول باوري كوي۔دا خبره ده د هېواد د بېلو ګيرجاګهرو د بشپس پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې پھ ورځ وزيراعظم آفس كښې ده سره ملاقات كولو۔پلاوي عمران خان ته په وزيراعظم جوړېدو م??ار??ي وركولو سره ووئيل مسيحي ورورولي به د وزيراعظم وژن عملي كولو له بشپړه مرسته كوي۔وزيراعظم د غېر مسلمه وروروليو او په خاص توګه د مسيحي ورورولۍ ?? تعليم روغتيا او سماجي خېرښېګړې پشمول په بېلو څانګو كښې د خذماتو ستائنه وكړه۔ده د عقيدو ترمينځه همږۍ ته وده وركولو او د هېواد پرمختګ او څوكالۍ له اوږه ??ه اوږه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔پلاوي وزيراعظم مسيحي ورورولۍ ??ه پېښو ځينو مسئلو څخه هم خبر كړو او د عقيدو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو او اقليتونو ته د پېښو مسئلو حل له يې ده ته ځينې وړاندېزونه هم وركړل