نیویارک۔ 30 جنوری (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرې مليحه لودھي كونسل ته خپل خطاب كښې ??ئيلي دي چې مونږ هيله لرو چې د خبرو اترو په دې دور كښې به د څو هېوادونو د انفرادي خوښۍ په ځائې د ټولې نړۍ اجتماعي خوشحالۍ ته پام وګرځولې شي۔ دې ووئيل د پاكستان او اطاليا په ??شرۍ كښې ??تحدہ مفاهمتی ګروپ ( يواېف سی) كوم چې د مستقل غړو په شمېره كښې د زياتوالي په ضد دے ٬ لخوا وړاندې كړې شوې وړاندېز په جمهوري نظرياتو اډانه دې او د ټولو هېوادونو د مفادو تحفظ كوي۔ دې ووئيل مونږ له به د ځينو هېوادونو د ذاتي خوښو په ځائې د سلامتي كونسل بشپړه اصلاحاتي اړخونه نظر كښې ??يول وي۔ دې اصلاحاتي عمل له د يوې واضحه تږلارې جوړولو په حاجت هم زور راوړو۔ په دې مهال د عمومي اسمبلۍ مشرې مارا اے فرننډا اېسپی نوسا غونډې ته خطاب كښې ??وئيل په تېرو 25 كلونو كښې د سلامتي كونسل په تنظيم نو كښې ??ېڅ پېشرفت شوې نه دې په دې لړ كښې دې د لچك په څرګندونه زور راوړو۔ د سلامتي كونسل ريسټركچرنګ په اړه ب??پړه مذاكرات د كال 2009 فروري مياشت كښې ??ېل شوي وو كوم چې په څلورو مهم څانګو محيط دي كومو كښې چې د غړيتوب کټېګیریز ، د وېټو معامله ٬ سيمه ا??زه نمائندګي ٬ سلامتي كونسل كښې د پراختيا حجم ٬ د حجم كونسل تږلاره ا?? عمومي اسمبلۍ سره ددې اړيكې شامل دي۔ د سلامتي كونسل پراختيا په ??عامله د غړو هېوادونو ترمينځھ اختلاف دې۔ ګروپ آف فور خپله رويه كښې ??چك نه ښائي كوم چې 6 مستقل او 4 غېر مستقل غړي غواړي۔ بلخوا یو اېف سی په ډاګھ كړې ده چې د سلامي كونسل غړو شمېره كښې ??راختيا سره به بنيادي جمهوري اصولو ته زيان ورسي او سلامتي كونسل به غېر موثر پاتې شي