اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي)د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي ??ئي??ي دي پا??ست??ن او هند د خبرو اترو نه غېر د مسئلو بل حل نه لري٬ افغانستان كښې امن غواړو٬ د روغې جوړې هڅو له مونږ د هغوي مرسته كړې او دا به روانه ساتو٬ مونږ بهتري پېل كړې او د وړومبنو سلو ورځو په راپور كښې مو دا شامل كړې چې ټولې ادارې كومې چې په زيان روانې دي لكه پي آئي اے ٬ سټيل ملز او نورې ان شآء الله دا به ښه كوو٬ د 70 كالو خرابۍ د شپې شپې نشي سمېدې٬ مونږ د اصلاح عمل پېل كړې ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خارجه وزير مانچسټر كښې خبري كنفرنس ته كوله۔ خارجه وزير و??ئي?? كه تا??و دا توقع لرۍ چې د 70 كالو خرابۍ به سمدستي لرې شي نو م??نږ داسې د اله دين چراغ نه لرو خو بيا هم مونږ بهتري پېل كړې ٬ ده ووئېل تاسو بايد د ھغوي څخه هم پوښتنه وكړې چا چې په تېرو څو لسيزو كښې هېواد لوټ كړې او ادارې ئې تباه كړې۔ ده و??ئي?? حكومت سمندر پورې پاكستانيانو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړي دغسې چې سمندر پورې پاكستانيان په آسانۍ سره پاكستان كښې كاروبار وكړې شي ٬ د کشمیر پحقله خارجه وزير و??ئي?? د تېرو حكومتونو په كشمير د معذرت رويه لرله خو د فرورۍ په 4مه نيټه د برتانيې په پارلمان كښې چې د انټرنېشنل كشمير كفنرنس په موقع كوم متفقه قرارداد منظور شوې ھغې ته د پاكستان د ټولو ګوندونو تائيد ترلاسه ٶ كوم چې يو واضح پېغام ٶ۔ د پاكستان او هند اړيكو په اړه خارجه وزير و??ئي?? پا??ست??ن او هند د خبرو اترو نه سېوا د مسئلو هېڅ حل نه لري٬ مونږ په دې پوهه يو چې هند كښې ټاكنې كېدونكې دي چې په سوب ئې د خبرو اترو نه ډډه كوي٬ مونږ امن غواړو٬ هند چې كله هم خبرو ته چمتو وي مونږ به مذاكرات كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير و??ئي?? پا??ست??ن افغانستان سره ښې اړيكې غواړي٬ مونږ د روغې جوړې په عمل كښې د هغوي مرسته كړې او دا مرسته به دوامداره ساتو٬ ده ووئېل مونږ په افغانستان كښې امن غواړو٬ اشرف غني سره په دريو م??اقاتونو كښې مونږ د پاكستان واضح دريځ وړاندې كړې ٬ مونږ په افغانستان كښې د امن نه پس د افغان كډوالو په عزت سره بېرته ستنېدل غواړو٬ ده ووئېل مونږ به ھغوي نه شړوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير و??ئي?? پا??ست??ن د افغانستان كاٶنډي هېواد دے او د دې اهميت له مخې امريكې پاكستان څخه مرسته غوښتې ده٬ مونږ سهولت كاري كولې شو او م??نږ د سهولت كارۍ هڅه كړې ده ۔ د امريكائي اولس مشر ټرمپ په سټېټ آف يونين كښې د ډاډ وړ او د تعميري خبرو اعتراف كړې ۔ د هندي جاسوس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير و??ئي?? کلبھوشن كېس په عالمي كورټ آف جسټس كښې روان دے ٬ په 19مه فرورۍ به پاكستان خپل شواهد وړاندې كوي ٬ دې لړ كښې زمونږ موقف ك??ټل?? دے٬ ځكه چې كلبهوشن زمونږ په خاوره نيولې شوې دے