سرینګر۔ 9 فروری (اے پی پی)مقبوضه کشمیر كښې د آزادي خوښ لارښود محمد افضل ګور?? كورودانې وئيلي دي چې هغه به د خپل خا??ند مړې د ژوند تر ورستۍ سلګۍ غواړي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه هند محمد افضل ګورو د فرورۍ په 9 مه نېټه كال 2013 كښې د نوي ډيلي په تہاړ زندان كښې په سولۍ كړې وو او دې ئې د زندان به ??حا??ه كښې دفن كړې وو۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه د شهيد كورودانې يوې ميډيا انټرويو كښې ووئيل چې هغه په تهاړ زندان كښې د خپل خا??ند د كارولې شويو كتابونو ٬ جامو او نورو څيزونو مطالبه هم كوي ولې د شپږ كاله مودې تېرېدو باوجود نه خو دې ته د خا??ند مړې وركړې شو او نه د هغه څيزونه۔ دې ووئيل زمونږ پ?? كور هر كال د دعا خاص دستوره كېدله پ?? كومه كښې به چې زمونږ د ګڼ شمېر خپلوانو سره سره عام وګړو ګډون كولو۔ ولې دا ځل قابضې انتظاميې او هندي ځواك په دستوره بندېز لګولې دې او دې كښې ګډون ته څوك نه پرېږدي