اسلام آباد 13 فر??ري (اے پ?? پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزي?? شفقت محمود او د اطلاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په مشرۍ كښې د ميډيا پوهنتون جوړولو لپاره غونډه وشوه چې پكښې د تعليم وزارت سېكتر ٬ د اطلاعات او خپرونو وزارت او د اېچ اي سي لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې اسلام آباد كښې د ميډيا پوهنتون جورولو په بېلا بېلو چارو ٬ په ميډيا پوهنتون كښې د پرفارمنس آرټس او ټېكنالوجۍ دوه څانګې جوړول ٬ د آرټس په څانګه كښې د اداكارۍ ٬ د سكرپټ نګارۍ وغېره تعليم وركولو٬ د ټېكنالوجي په څانګه كښې د جديدې ټېكنالوجۍ سكول جوړولو او د پوهنتون په نورو څانګو او چارو غور وشو۔ په غونډه كښې پوهنتون جوړولو لپاره د وړاندېزونو تيارۍ لپاره د ت??ني??ي كمېټې جوړولو او ت??ني??ي كمېټۍ څخه فېزېبېلټي راپور دوړولو له پرېكړه وشوه ۔ غونډې ته ووئيل شول پوهنتون جورولو لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت سره زمكه موجود ده۔ د تعليم وفاقي وزير پوهنتون جوړولو لپاره د هر ډول م??كن?? مرستې باور وركړو