اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي) د خارجه چارو پارلماني سېكترې عندليب عباس وئيلي دي د کرتارپور راهدارۍ پرانستلو پرېكړه مذهبي سېلګرۍ ته د ودې وركولو لپاره شوې ده ۔٬ د سفارتكارۍ انداز بدل شوې٬ سفارتكار?? د ??نګ نه غېر د ګټې نوم دے ۔ عندليب عباس دا خبرې د زيارت په ورځ د ډپلومېټك ان سائټ ګروپ تر سېوري لاندې درېم ګلوبل اېمبسډرز اېوارډ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دس??ور?? كښې عندليب عباس د خاص مېلمنې په توګه ګډون وكړو۔ په دې م??قع عندلیب عباس ووئيل پاكستان كښې د كار كوٶنكې ډپلومېټك كميونټۍ كردار ډېر اهميت لري ۔ دې ووئيل اقتصادي سفارتكار?? د ??وسني دور د ټولو نه مهمه ذمه واري ده ځكه چې په ننني جديد دور كښې ټول هېوادونه په تجارتي توګه په يو بل انحصار كوي۔ دې ووئيل کرتارپور راهداري پرانستلو پرېكړه مذهبي سېلګرۍ ته د ودې وركولو لپاره شوې ٬ د دې نه علاوه د بدھ مت منونكو لپاره هم مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره ګامونه پورته كوٶ۔ دې ووئيل سافټ ډپلومېسي د وخت ضرورت دے او اوسني حكومت هم دغه كار كوي او د دې نه علاوه اقتصادي سفارتكارۍ ته ودې وركولو لپاره ټولو هېوادونو سره اړيكې لا مستحكمې كوٶ۔ دې وئيل نېلسن منډېلا د نړۍ عظيم سفير ٶ ځكه چې د ھغه مشن امن او نسلي امتياز ختمول وو۔ په دې م??قع پاكستان كښې د ملګرو ملتونو رېذيډنت ډائرېكټر هم وينا وكړه۔ د غونډې په پائي كښې خاص مېلمنې عندليب عباس پاكستان سره په سفارتي او اقتصادي اړيكو كښې په مهم كردار لوبولو د آذربائیجان، هنګري، فلپائن، پولې??ډ، تیونس، یوکرائن او ازبکستان سفيرانو له اېوارډونه هم وركړل او په دې م??قع چين كښې د پاكستان نائب سفير ژاٶ لي جيان ته هم د پاك چين اړيكو په اړه په مهم كردار او پاكستان كښې د خېرښګړې په بېلا بېلو كارونو اېم ډي اېكسم ټرېډ تيانرو تيانګ ته هم اېوارډز وركړې شول